د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جگړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ١٣٦ تنه ځوان منسوبین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمه ایزو قول اردوګانو ١٣٦ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه ایزو ځواکونو ښوونځي، د پیاده او سرحدي کورسونو له مسلکي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دې مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ قوماندان مولوي نصیب الله"مدني"، د ٢٠١ خالد بن ولید قول اردو مرستیال مولوي محمد"نظامي" او ګڼ شمېر مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی وو.
مولوي نصیب الله "مدني" فارغانو ته د وینا پر مهال د پوځي زده کړو د اهمیت او ارزښت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: "له اسلامي نظام څخه د دفاع لپاره ځانونه په فکري او پوځي زده کړو سمبال کړئ، د عصري اسلحو، تکنالوژۍ او تجهیزاتو کارول زده کړئ، تقوا غوره کړئ او له ولسونو سره ښه چلند وکړئ".
ورته مهال نویو فارغانو د هیواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو په موخه چمتووالی وښود؛ مراسم فارغانو ته د مسؤلینو له لورې د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.