د کب "نهمه" د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د ملي ورځې په مناسبت، د ملي دفاع سرپرست وزير پيغام

zia_omid
پنجشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۹ - ۹:۲۵
د کب" نهمه " د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د ملي ورځې

د کب" نهمه " د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د ملي ورځې په مناسبت، د ملي دفاع سرپرست وزير پيغام

د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو درنو سرتیرو، افسرانو او جنرالانو!

السلام علیکم و رحمته الله وبرکاته!

ډېر د ویاړځای دی چې د افغانستان د جلالتمآب جمهور رئیس او د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان د ځانگړې پاملرنې له امله د کب نهمه د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه د قدردانۍ اوستاینې د ملي ورځې په نوم رسماً نومول شوې او د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د دغې پرتمینې ورځې په مناسبت شانداره مراسم تر سره کیږي.

زه د ملي دفاع وزارت او ستردرستیز د مشرتابه لخوا تاسو محترمو او د قدر وړ سرتیرو، بریدملانو او افسرانو ته د زړه له کومي مبارکي وایم او د الله رب العزت له درباره تاسو اوستاسو محترمو کورنیو ته چې په ډیرو سختواو ستونزمنو شرایطو کې دهیواد د دفاع په ستر او سپیڅلي کار کې د قدر او عزت وړ خدمت کوي د لا ډیرو بریاوو او سرلوړیو هیله کوم. د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو منسوبین او په ځانګړې توګه د ملي اردو اتل او په هیواد مین منسوبین، چې د نصرت په نوم جګړه ييزعمليات يې په بريالیتوب او د پام وړ لاسته راوړنو سره تر سره کړل او په راتلونکي کې د خورشيد په نوم جګړه ييزو عملياتو پلي کولو ته بشپړ چمتووالی لري. اوس زموږ زړورو ځواکونو د دفاعي حالت پرځای تعارضي بڼه خپله کړې او د هغو وسله والو دښمنانو پر وړاندې چې د سولې له روان بهير سره نه يوځای کيږي، په ميړانه مقابله کوي، د هغوی پر ځالو او پټنځايونو کلک او مرګوني ګوزارونه کوي او له منځه يې وړي.

د ملي اردو ميړنيو او سرښندونکو منسوبينو!

زمونږ قدر پیژندوکي خلک تل ستاسو اتلوالو اوسرښندونکو فعالیتونو ته د قدر په سترګه ګوري، پرې ویاړي او د ملي دفاع وزارت او ستردرستیز مشرتابه تل هڅه اوهاند کوي چې د ملي اردو د پیاوړتیا اوځواکمنۍ لپاره په نه ستړي کیدونکي ډول کاراوفعالیت وکړي او په دغه ستره او سپيڅلې لاره کې د هیواد په د ننه او بهرکې د ملي اردو له ځواکونو څخه د ملاتړ کچه لاپسې پیاوړې کړي. په دې واقعیت پوره باوري یو - هرڅومره چې زمونږ ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه پیاوړي شي د هیواد د دښمنانو شوم او مکاره پلانونه په اوبو لاهوکیږي او زمونږهیواد د سولې، ثبات او آرامۍ په لور پیاوړي او چټک ګامونه پورته کوي. له شک او تردید پرته، د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه د جلالتماب جمهوررئیس او د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندان، د ملی یووالي حکومت د جلالتماب اجرائیه رئیس او د دولت د نورو بنسټونو، د ملي او نړیوالو نهادونو، غوڅ ملاتړ د دې مانا لري چې مونږ په خپلومبارزو کې بریالي یو او په خورا جدیت او لا اغیزمنتوب سره باید خپل خوځښت ته دوام ورکړو او دهیواد او خلکو د دښمنانو ناوړه او شوم پلانونه په اوبولاهوکړو.

د ملي اردو زړورو او اتلو منسوبینو!

اجازه راکړئ یو ځل بیا تا سو ته د کب نهمه، د هیواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ملي ورځې په مناسبت مبارکې ووایو او د الله (ج) له پاک درباره تاسو ته په ورسپارل شویو دندو اومکلفیتونو کې دلا نورو بریاوو او سرلوړیو هیله کوو. د ژوند په هر ډګر کې سرلوړي او بريالي اوسئ.

په درنښت

د ملي دفاع وزارت سرپرست

اسد الله "خالد"

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

سرپرست وزارت دفاع ملی با هیأت ازبکستانی دیدار کرد

الحاج مولوی محمد یعقوب "مجاهد"، سرپرست وزارت دفاع ملی، امروز، در دفتر کاری خود با رئیس استخبارات کشور ازبکستان جنرال کوربونوف باخودير، جنرال مختورف فرخ معاون وی، جنرال خسانوا سليمژون. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

دیدار سرپرست وزارت دفاع ملی با وزیر امور خارجه ایران و هیأت همراه

مولوی محمد یعقوب “مجاهد”، سرپرست وزارت دفاع ملی، امروز در دفتر کاری خود میزبان سید عباس عراقچی، وزیر امور خارجه ایران، و هیأت همراه وی بود. 

در این دیدار، سرپرست وزارت دفاع ملی با. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

شارژدفير قطر با وزير دفاع امارت اسلامی افغانستان ملاقات نمود

مولوی محمد یعقوب "مجاهد" وزير دفاع ملی ا.ا.ا، امروز در دفتر کاری خود محترم مُردِف القاشوطی، شارژدفير قطر در کابل را به حضور پذیرفت.

ایشان ضمن پایداری روابط دوجانبه، از کمک و همکاری‌های. . .

BACK TO NEWS