د ملي دفاع سرپرست وزیر او د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې معرفي شول او رسما یې په کار پيل وکړ
د جلا جلا حکمونو پر بنسټ، ستر جنرال بسم الله «محمدي» د ملي دفاع وزارت د سرپرست وزیر او ډګر جنرال ولي محمد «احمد زی» د وسلوالو ځواکونو د لوی درستیز په توګه وپيژندل شول.
د ملي دفاع وزارت سرپرست او لوی درستیز په ځانګړې پیژند غونډه کې, د هېواد ولسمشر, مرستیالانو, د کابینې غړو او د حکومت لوړ پوړو چاواکو, ګډون درلود.
ستر جنرال بسم الله «محمدي» د ملي اردو ځواکونو یو له بنسټګرانو پیژندل کیږي, څوک چې د ملي دفاع وزیر, کورنیو چارو وزیر او د وسلوالو ځواکونو د لوی درستیز په توګه د رهبرۍ تجربه لري.
همدا راز د هېواد د وسلوال ځواک لوی درستیز ډګر جنرال ولي محمد "احمد زی" د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان, د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان او د عامه ساتنې د عمومي قوماندان په توګه د رهبرۍ تجربه لري.