کندهار کې افغان ځواکونو ۴۷ طالبان ووژل
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د کندهار ولایت پنجوایي، ژیړۍ او میوند ولسوالیو کې طالبانو باندې عملیات ترسره کړل.
په پایله کې ۴۷ طالبان ووژل شول او ۱۰ نور ټپیان شول.
همداراز د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
د دې پخواکې ۵۹ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو یاد ولایت ارغنداب او پنجوایي ولسوالیو کې دملکي او پوځي کسانو د وژلو او ورانکاره فعالیتونو ترسره کولو په موخه ځای پرځای کړي وو.
خوشبختانه دملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.