د وسله وال پوځ لوی درستیز په کندهار ولایت کې د تازه امنیتي پلانونو د پلي کېدو هدایت ورکړ

s.mohmand
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۴ - ۱۹:۱۹
د وسله وال پوځ لوی درستیز په کندهار ولایت کې د تازه امنیتي پلانونو د پلي کېدو هدایت ورکړ
د وسله وال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین "ضیا"، د کندهار ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې او د تازه عملیاتي پلانونو د څېړنې په موخه، نن دغه ولایت ته ولاړ. د وسله وال پوځ لوی درستیز، د ځانګړو ځواکونو قول اردو له قوماندان برید جنرال هیبت الله "علیزي" د هوايي ځواکونو قوماندان ډګر جنرال فهیم رامین د ۲۰۵ اتل قول اردو له قوماندان بریدجنرال شفیق الله رسولزي، جنرالانو او افسرانو سره په لیدنه کې، تازه امنیتي پلانونه وړاندې کړل او د وسله وال پوځ لوی درستیز هدایت ورکړ، څو د کندهار ولایت د لا ښه امنیت د ټینګښت او د خلکو د ځان او مال د ساتنې لپاره دفاعي او امنیتي ځواکونه خپلې هڅې لا زیاتې کړي. دفاعي او امنيتي ځواکونو په وروستیو عملیاتو کې د کندهار ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې دښمن ته درانه تلفات اړولي او د ترهګرو له شتون څخه يې پراخه سیمي پاکې کړي دي. د وسله وال پوځ لوی درستیز د یاد ولایت په ارغنداب، ژیړۍ، ډنډ او میوند ولسوالیو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو له لاسته راوړنو او هڅو ستاینه وکړه، او ټینګار یې وکړ، چې د خلکو د مال او ځان ساتنې په برخه کې دې دفاعي او امنیتي ځواکونه له مخکې زیاته هڅه او کوښښ وکړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

سرپرست وزارت دفاع ملی با هیأت ازبکستانی دیدار کرد

الحاج مولوی محمد یعقوب "مجاهد"، سرپرست وزارت دفاع ملی، امروز، در دفتر کاری خود با رئیس استخبارات کشور ازبکستان جنرال کوربونوف باخودير، جنرال مختورف فرخ معاون وی، جنرال خسانوا سليمژون. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

دیدار سرپرست وزارت دفاع ملی با وزیر امور خارجه ایران و هیأت همراه

مولوی محمد یعقوب “مجاهد”، سرپرست وزارت دفاع ملی، امروز در دفتر کاری خود میزبان سید عباس عراقچی، وزیر امور خارجه ایران، و هیأت همراه وی بود. 

در این دیدار، سرپرست وزارت دفاع ملی با. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

شارژدفير قطر با وزير دفاع امارت اسلامی افغانستان ملاقات نمود

مولوی محمد یعقوب "مجاهد" وزير دفاع ملی ا.ا.ا، امروز در دفتر کاری خود محترم مُردِف القاشوطی، شارژدفير قطر در کابل را به حضور پذیرفت.

ایشان ضمن پایداری روابط دوجانبه، از کمک و همکاری‌های. . .

BACK TO NEWS