خوست کې په چاودیدونکو توکو سمبال ۲ تنه ځانمرګي هدف ته د رسیدو وړاندې له منځه ولاړل

s.mohmand

نن سهار مهال د خوست ولايت د ګربزو ولسوالۍ اړوند د «وچ خوړ»په سيمه کې ۲ تنه ځانمرګي چې غوښتل یې ځان د امنیتي ځواکونو پوستې ته ورسوي او په امنيتي ځواکونو ځانمرګی برید ترسره کړي.

د نېکه مرغه د تندر قول اردو د سرحدي لوا د څلورم کنډک د بیدارو منسوبینو له خوا مخکې له دې چې خپلې ناوړې موخې ته ورسیږي په ډزو له منځه وړل شوي او د چاودیدونکو توکو څخه ډک موټرسایکل ته هم چادنه ورکړل شوي.

د الله (ج) په فضل او کرم سره په دغه پیښه کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دی اوښتی.