د هلمند په ناوې ولسوالۍ برید د ۳۰ طالبانو په مرګ ژوبلې پاي ته ورسید
د هلمند ولایت پر ناوې ولسوالۍ برید د ۳۰ تنو طالبانو ته د مرګ ژوبلې په اوښتو پاې ته ورسید.
تیره شپه د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ اړوندو سیمو کې د میشتو افغان ګډو ځواکونو پر امنیتي پوستو د طالبانو له خوا بریدونه وشول, چې د افغان ګډو ځواکونو له خوا د هوایی ځواک په ملاتړ له کلک غبرګون سره مخ شول، چې په پایله کې ۱۸ تنه طالبان وژل شوي او ۱۲ تنه ټپيان شوي دي.