په چک او اندړو ولسوالیو کې د تندر قول اردو منسوبینو تقدیر او ستاینه وشوه

د وسله وال پوځ د ستردرستیز درستیزوال ډګر جنرال حبیب الله حصاري او د ۲۰۳ تندر قول اردو او د سویل ختیځ زون عمومي قوماندان تورنجنرال ارکانحرب خان الله شجاع د میدان وردګو ولایت د چک او د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره ولیدل.
د ستردرستیز درستیزوال په یادو ولسوالیو کې د لومړۍ کرښې منسوبینو ته د کب نهمی د “امنیتي ځواکونو د ورځی” د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د تروریستانو سره په جنګ کې د ملي امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې وستایلی.
د ستردرستیز درستیزوال او د تندر قول اردو قوماندان په خپلو خبرو کې وویل:- چې زموږ د امنیتي ځواکونو د نه ستړي کیدونکو هلو ځلو پایله ده چې طالبانو د سولی خبرو اترو ته غاړه کیښوده.
همدارنګه په یادو ولسوالیو کې میشت د ملي امنیتي ځواکونه یې په فوق العاده رتبو، ستاینلیکونو او د ۱۵ ورځني بخششي معاش په حواله کولو سره وستایل.
د دې ترڅنګ یې په نوموړو ولسوالیو کې د شته ستونزو د حل په موخه مسؤلینو ته لازمی لارښوونې وکړی.