خبرپاڼې
غزني کې ۹ طالب ترهګر ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د غزني ولایت مرکز اړوند «ارزو کلان» سېمه کې د طالب ترهګرو غونډه په نښه کړه.
هرات کې د ۲۲ طالب ترهګرو وژل او ټپي کیدل
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د هرات ولایت پشتون زرغون ولسوالۍ اړوند «بازار کهنه» سېمه کې پر طالب ترهګرو بریدونه تر سره کړل.
بدخشان کې د طالبانو ۲ سرګروپو په ګډون ۱۷ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ، هوایي قواوو بدخشان ولایت راغستان ولسوالۍ" بند چوپ کش کندریم بالا" بند ریګي کندریم میانه ده" او تپه سیاب" سیمو کې طالبانو باندې هدفمند عملیات تر سره کړل.
بلخ کې د وسلو او مهماتو کشف او د قضیې په تړاو د ۲ تنو نیول کیدل
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د بلخ ولایت نهر شاهي ولسوالۍ اړوند په «لنګر خانه» سېمه کې هدفمند عملیات تر سره کړل.
تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۶ طالبان ووژل شول او ۴۸ نور ټپيان شول
دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۰۶ طالبان ووژل شول، ۴۸ ټپیان شول.
همداراز د دښمن زیات شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
پکتیا کې ۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د پکتیا ولایت مرکز" اودکي" سیمه کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
په پایله کې ۲ طالبان ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول.
هلمند کې هوایي برید پرمهال ۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره ورځ هوايي قواوو، د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
په پایله کې ۳ طالبان ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول.
هرات کې ۱۳ طالبان د ماین جوړولو پر مهال ووژل شول
تېره ورځ طالبان د هرات ولایت پشتون زرغون ولسوالۍ اړوند «ماورا» کلي کې پر ماین جوړولو بوخت وو، ماین پرې چاودنه وکړه.
چې په پایله کې ۶ طالبان وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
تخار کې هوایي برید پرمهال ۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره ورځ هوايي قواوو، د تخار ولایت بهارک ولسوالۍ اړوند کې د ترهګر طالبانو قرارګاه په نښه کړه.
په پایله کې د طالبانو یوه سرګروپ جعفر په ګډون ۶ طالبان ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول.