75 تنه ترهګر وژل شوي

zia_omid

کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۷۳ ځانګړې کوماندويي دندې او ۳۴ هوايي بریدونه د هېواد په ۷ ولایتونو کې تر سره کړي دي

د دغه عملیاتو په ترڅ کې د ۶ تنو داعشیانو په ګډون ۷۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۳۶ تنه ټپیان او یو تن نیول شوی دی.

هلمند- سنګین، ګرشک او نوزاد ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۵ تنه ټپیان او یو موټرسایکل له منځه وړل شوی دی.

تخار- دړقد او اشکمش ولسوالیو کې د هوایي بریدونو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۱۹ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۱ تنه ټپیان، یو تن نیول شوی، یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

ارزگان- چارچینو ولسوالۍ کې د راکټ د ډزو له امله ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي، ۶ تنه ټپیان، یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

ننگرهار- پچیراګام ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۶ تنه داعشیان وژل شوي دي.

غور- دولتیار ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان شوي دي.

هرات- کشک کهنه کې د توپچي ډزو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.

غزنی- آب بند ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، یو شمېر  وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

میدان وردک- مرکز شاوخوا سیمو کې د هوايي برید په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی او یو موټرسایکل له منځه وړل شوی دی.