د کوماندو او افغان هوايي ځواکونو د ظرفیتونو لوړاوی د دښمن د مرګ ژوبلې لامل شوی
د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال ډګر جنرال محمد یاسین ضیا او په افغانستان کې د ناتو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر د ځانګړو عملیاتو په قول اردو کې د کماندو ځواکونو له اتلو منسوبینو سره وکتل.
د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او جنرال مېلر د ځانګړو عملیاتو د قول اردو له قومندان سره د خبرو پر مهال د ځانګړو عملیاتو پر زیاتوالي او پر هوايي بریدونو ټینګار وکړ او د لوی اختر د ورځو د ښه امنیت په تړاو یې له دوی څخه مننه وکړه.
دوی له هغو کماندویانو او د هوايي ځواکونو له منسوبینو څخه، چې په دې وروستیو کې یې دښمن ته درنه مرګ ژوبله اړولې وه هم مننه وکړه.