۱۸ تنه ترهګر وژل شوي

zia_omid

کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۷۷ ځانګړې کوماندويي دندې او ۱۹ هوايي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي دي، افغان هوايي ځواکونو د ملي اردو په ننګه ۸۴ الوتنې تر سره کړې، چې په پایله کې ۱۸ ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان او ۱۱ شکمن کسان نیول شوي دي.

دا عملیات د افغان هوايي ځواکونو لخوا د لوګر، میدان وردګ، هلمند، زابل، غزني، فراه، غور، بادغیس، فاریاب او تخار په ولایتونو کې د غوڅ ملاتړ په هوايي مرسته تر سره شوي، چې په پایله کې:

لوګر- په مرکز او څرخ ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو او د کماندو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان، ۱۱ شکمن کسان نیول شوي او یو تونس ډوله موټر له منځه وړل شوی دی.

میدان وردګ- په نرخ ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او یوه واسطه له منځه وړل شوې ده.

هلمند- په کجکي ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.

زابل- په شهرصفا ولسوالۍ کې د هوايي بریدون په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.