۱۵۰ تنه ترهګر ووژل شول!

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او را منځ ته شوو ګواښونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۸۳ځانګړې کوماندويي دندې او ۱۴ هوايي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي دي، افغان هوايي ځواکونو د ملي اردو په ننګه ۱۲۰ الوتنې تر سره کړې، چې په پایله کې ۱۵۰ ترهګر وژل شوي، ۵۰  تنه ټپیان او ۴ تنه نیول نیول شوی دی.

دا عملیات د افغان هوايي ځواکونو لخوا د  فراه، بادغیس، غزني، فاریاب، دایکندی، ارزګان، میدان وردک، تخار، ننګرهار  پروان، زابل ، کندهار، غور، بلخ  او  هلمند په ولایتونو کې د قاطع ماموریت په هوايي مرسته تر سره شوي، چې په پایله کې:

فراه-  بالابلوک، بکواه ولسواليو او د مرکز په جنیکان کلي کې د چاڼیزو عملیاتو او هوايي بریدونو په ترڅ کې۳۹ تنه ترهګر وژل شوي، ۵ تنه ټپیان، یو موټر، ۹ موټرسایکلونه له منځه وړل شوي، یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.  

بادغیس- جوند ولسوالۍ کې د هوايي ځواکونو په ملاتړ د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۳۹ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۳ تنه ټپیان، یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.

غزنی- ده یک او اندړو ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او ځوابي دزو په ترڅ کې ۲۱ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان، ۴ موټرسایکلونه، ۳ موټر، یو پټنځای، یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

فاریاب- په بلچراغ ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپيان شوي دي.

دایکندی- کجران ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۰ تنه ټپيان شوي دي.

ارزگان- مرکز اړوند سیمو کې د هوايي بریدونو له امله ۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ موټرسایکلونه له منځه وړل شوي دي.

میدان وردک- سیدآباد ولسوالۍ او د مرکز اړوند سیمو کې د چاڼیزو عملیاتو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۸ تنه ټپیان، ۴ تنه ژوندي نیول شوي، د مبایل ۱۲ سېټونه او یوه اندازه تبلیغاتي اسناد لاسته راغلي دي.

تخار- اشکمش ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي،۱۱ تنه ټپیان، یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.

ننگرهار- خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.

پروان- بګرام ولسوالۍ کې د هوايي بریدون په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.