۷۹ تنه ترهګر ووژل شول!

s.mohmand

 

کابل- افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۹۸ځانګړې کوماندويي دندې او ۲۰ هوايي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي دي، افغان هوايي ځواکونو د ملي اردو په ننګه ۱۷۲ الوتنې تر سره کړې، چې په پایله کې ۷۹ ترهګر وژل شوي، ۵۷ تنه ټپیان او ۲ تنه نیول شوي دي.

دغه عملیات د خوست، کندز، کندهار، فاریاب، غور، پروان، تخار، بادغیس، غزني، هلمند، ننګرهار، زابل، بلخ او سرپل په ولایتونو کې د افغان هوايي ځواکونو او قاطع ماموریت په هوايي مرسته تر سره شوي، چې په پایله کې:

خوست – په جاني خیلو او موسی خیلو ولسوالیو کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲۱ ترهګر وژل شوي او ۱۸ تنه ټپیان شوي دي.

کندز –  په امام صاحب ولسوالۍ کې د هوايي ځواکونو په هوايي مرسته،  د ګډو چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۲۱ ترهګر وژل شوي، ۱۱ تنه ټپیان، یوه عراده موټرسایکل او د دښمن ۶موضع ګانې له منځه وړل شوي دي.

کندهار- په شاه ولیکوټ، میانشین او خاکریز ولسوالیو کې د توپچي ډزو په ترڅ کې ۱۰ طالب ترهګر وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان  شوي دي.

فاریاب –   په غورماچ او پشتونکوټ ولسوالیو کې د هوايي برید او خوابي ډزو په پایله کې ۹ ترهګر وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان  شوي دي.

غور -  په تیوره ولسوالۍ کې د ملي پوځ د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۶ ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان، ۲ موټرسایکلونه او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.

پروان- په سیاه ګرد ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۴ ترهګر وژل شوي او ۲ تنه تپیان شوي دي.

تخار-  په نمک آب ولسوالۍ کې د هوايي برید له امله ۳ ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان دي.

بادغیس-  په مرکزي سیمو کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۳ ترهګر وژل شوي او ۲ تنه نیول شوي دي،

غزنی -  په قره باغ ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.

هلمند -  په کجکي ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی او یو موټرسایکل له منځه وړل شوی دی.