طالبانو څخه د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ بیرته نیول

zia_omid

کابل-افغانستان: افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د کماندو ځواکونو په مشرۍ او د سیمه ییزې اردو په ملاتړ نن سه شنبه د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ چې دیو کال را په دیخواه د طالبانو په ولکه کې وه د یو لړ ځاګړو عملیاتو په ترڅ کې آزاده کړه.

یاده ولسوالۍ د یو کال را په دېخوا د افغانستان د دښمنانو په ولکه کې وه، د طالبانو لخوا د ملکي خلکو زورونه، باج اخیستل او د ښوونځیو تړل د یادې سیمې وګړو لپاره دروند سرخوږی جوړ کړی وو.

د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه به ټولې هغه سیمې چې د طالب ترهګرو په ولکه کې دي، په بشړه توګه د دښمن له شتون څخه پاکې او خلکو ته به د پرمختګ او هوسا ژوند کولو زمینه برابره کړي.