د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ۴۸ ترهګرو وژل کېدل
کابل-افغانستان: افغان امینتي او دفاعي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ترهګر د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه ۱۳ ګډ پلان شوي تعروضي او چاڼیز عملیات، ۸۱ ځانګړې کوماندویې دندې او ۲۰هوایې بریدونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې تر سره کړي، افغان هوایي ځواکونو د ملي اردو په ملاتړ ۱۷۵آلوتنې تر سره کړې، چې په پایله کې ۴۸ ترهګر وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
دا عملیات د افغان هوایي ځواکونو او قاطع ماموریت په ملاتړ د فاریاب، کندهار، هلمند، کندز، فراه، هرات، پکتیا، غزني، ارزګان پکتیکا، سرپل، بلخ، تخار او بدخشان په ولایتونو کې تر سره شوي، چې پایله کې د فاریا ولایت د خواجه سبز پوش، قیصار او ګرزیوان ولسوالیو کې ۱۹ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۳ تنه ټپیان، د کندهار ولایت د میانشین او شاه ولیکوټ ولسوالیو کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان، د هلمند ولایت د نهر سراج او مارجې ولسوالیو کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي او د کندز ولایت د چهار درې ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی .
همدا راز د فراه ولایت د پشترود ولسوالۍکې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپیان، د هرات ولایت د پشتون زرغون او اوبې ولسوالیو کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان، د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر له منځه وړل شوی او د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن یو موټرله منځه وړل شوی دی .
دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.