د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ۱۱۸ ترهګرو وژل کېدل
کابل-افغانستان: افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹ ګډ پلان شوي تعروضي او چاڼیز عملیات، ۷۹ ځانګړې کوماندویې دندې او ۲۰ هوایې بریدونه د ترهګرو د ځالو او د دوی لخوا د رامنځ ته شویو تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې تر سره کړي، هوایي ځواکونو د ملي اردو په ملاتړ ۱۲۱ الوتنې کړې، چې په پایله کې ۱۱۸تنه ترهګر وژل شوي، ۴۲ تنه ټپیان او ۳ تنه نور نیول شوي دي.
دغه عملیات د افغان هوایي ځواکونو او قاطع ماموریت په ملاتړ د کندهار، هلمند، زابل، ارزګان، غزني، ننګرهار، فاریاب، فراه، غور، نمیروز او کاپیسا په ولایتونو کې تر سره شوي چې په پایله کې د کندهار ولایت د میانشین، شاه ولیکوټ، خاکریز او میوند ولسوالیو کې د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماند محمود په ګډون ۵۱ تنه ترهګر وژل شوي، ۹ تنه ټپیان، او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي، د نیمروز ولایت د دلارام او خاشرود ولسوالیو کې ۱۷ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۳ تنه نیول شوي، ۸ موټر، ۲۲ موټر سایکلونه او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي ، د ارزګان ولایت د خاص ارزګان او مرکز اړوند سیمه کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۷ تنه ټپیان او یو موټر له منځه وړل شوی، د زابل ولایت د دایچوپان ولسوالۍ کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي او د یاد ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا د نومول شوي امنیه قوماندان حمیدي په ګډون ۱۲ تنه ترهګر ټپیان، د غزني ولایت د قره باغ او اندړو ولسوالیو کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۵ تنه ټپیان، یو موټر او یو موټر سایکل لاسته راغلی او ۲ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي دي.
همدا راز د فاریاب ولایت د شرین تګاب ولسوالۍ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، د فراه ولایت د اناردرې ولسوالۍ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان، د غور ولایت د دولتیار ولسوالی کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، د هلمند ولایت د ګرمسیر، سنګین،نهر سراج او نادعلی ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۲۰ موضع ګانې، ۶۰ تیرکشه، ۱۲۰خندقونه، ۲۲ بورۍ چرس، ۲۹ کیلو ګرامه تریاک او یو موټر لاسته راغلی، د ننګرهار ولایت د خوګیانو ولسوالۍ کې یو تن داعشي وژل شوی او یو موټر بم له منځه وړل شوی او د پکتیکا ولایت د ګومل ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.
دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.