د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ۲۲ ترهګرو وژل کېدل
کابل-افغانستان: افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹ ګډ پلان شوي تهاجمي او چاڼیز عملیات، ۷۹ ځانګړې کوماندویې دندې، ۱۲ هوایې بریدونه د ترهګرو د ځالو د لمنځه وړلو په موخه د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ترسره کړي، هوایي ځواکونو ۱۴۵ الوتنې د ملي اردو په ملاتړ ترسره کړې، چې په پایله کې ۲۲ طالب ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
دغه عملیات د افغان هوایي ځواکونو او قاطع ماموریت په ملاتړ د غزني، پکتیا، هلمند، کندهار، هرات، کندز، کاپیسا، بلخ او سمنګانو په ولایتونو کې تر سره شوي، چې په پایله کې د هلمند ولایت په سنګین، نوزاد او ګرمسیر ولسوالیو کې ۱۳ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي، ۲ عرادې موټر، ۳ میله وسلې او د دښمن یو پټنځای له منځه وړل شوي ، د پکتیا ولایت په جانی خیلو ولسوالۍ کې، ۵ تنه ترهګر وژل شوي، یو موټر او یو میل زیکویک له منځه وړل شوي او د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې ۴ تنه طالب ترهګر وژل شوي دي.
همدا راز، زمونږ عملیات د هیواد په نورو یادشوو ولایتونو کې په ډیر بریا سره پر مخ روان دي چې د دې عملیاتو لاسته راوړنو په اړه معلومات به وروسته زمونږ د مجازي شبکو له لارې شریک کړو.
دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.