د ستردرستیز روغتیایي چارو قوماندانۍ د هیواد د ازادۍ د (۴مې) کلیزې په مناسبت د طبي علومو (پوځي طب )پوهنځۍ پرانیسته وکړه
د ملي دفاع وزارت ستردرستیز د روغتیایي چارو قوماندانۍ د یاد وزارت وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" په ځانګړې توجو سره د هیواد د ازادۍ د څلورمې کلیزې په مناسبت د روغتیایي چارو قوماندانۍ کې د طبي علومو (پوځي طب) پوهنځۍ پرانیسته وشوه.
دغو مراسمو کې د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین "فطرت"، د عامې روغتیا وزارت مرستیال مولوي عبدالولي "حقاني"، د لوړو زده کړو علمي مرستیال مولوي ضیاءالرحمن "اریوبي"، د ملي دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطیف الله "حکیمي"، د روغتیايي چارو قوماندان ډاکټر محمد طاهر "احرار" د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون رئیس دوکتور پوهندوی رفیع الله "عطا" او ګڼ شمېر متخصیصینو او منسوبینو ګډون کړی وو.
د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین "فطرت" پخپلو خبرو کې وویل: په اوسنیو شرایطو کې هیواد موږ او تاسو ټولو ته ضرورت لري موږ باید یو بل ته لاس ورکړو ترڅو چې موږ د دغو مشکلاتو په وړاندې ونه دریږو نو هیواد مو نه جوړیږي، اشغالګرانو موږ د نظامي اشغال ترڅنګ زموږ فکري اشغال هم کړی وو زموږ اکثره کدرونه یې له منځه یوړل، الحمدلله اوس مهال زموږ هیواد خپلواک دی باید د هیواد د ابادۍ لپاره خولې تویې کړو او خدمت یې وکړو، تاریخ دا ثابته کړې چې کوم هیواد په نورو تکیه کړې وي هغه هیواد پرمختګ نه دی کړی او وروسته پاتې شوی دی.
دغه پوهنځۍ په مقر کې د زده کړو د درس خونو ترڅنګ په عملي برخه کې مجهز طبي لابراتوار څانګې، مجهز کتابتون، د غونډو تالار، د محصلینو لپاره ځانګړې لیلیه او یو باب جومات هم شتون لري.
همدا راز دیادو مراسمو په پای کې د روغتیایي چارو قوماندانۍ او افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د ظرفیت لوړونې، د علمي او څیړنیزو خپرونو د پراختیا په برخه کې تفاهم نامه هم لاسلیک شوه.