د ستردرستیز لوژستیک ریاست د ظرفيت لوړونې سمینار څخه ١٠٢ تنه منسوبین فارغ شول

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت ستردرستیز لوژستیک ریاست له لوري د سیمه ایزو قطعاتو او جزوتامونو د لوژستیک ١٠٢ تنو مدیرانو او آمرینو ته د ظرفيت لوړونې څلور ورځنی سمینار چې د حضرت ابوعبیده بن جراح (رض) ملي دفاع پوهنتون اړوند د حضرت ابودجانه بن خرشه(رض) د قوماندانیت او قرارګاهي اکاډمۍ کې تر سره شو تیره ورځ فارغ شول.

دغو مراسمو کې د ستردرستیز لوژستیک رئیس مولوي عبدالقیوم "الیاس"، د یاد پوهنتون درستیزوال مولوي عصمت الله"احمد"، د قوماندانیت او قرارګاهي اکاډمۍ قوماندان مولوي عبدالناصر"بې سرحده پتنګ" او ګڼ شمیر مسوولینو او منسوبینو ګډون کړی و.

د لوژستیک ریاست رئیس مولوي عبدالقیوم"الیاس" په خپلو خبرو کې وویل: چې لوژستیک په اسلامي اردو کې د زړه حیثیت لري او د زړه د سالم ساتلو لپاره باید هیڅ راز هڅې ونه سپموو او په راتلونکي کې باید په ټولو قطعاتو او جزوتامونو کې د لا ښه والي لپاره یو واحد لوژستیکي نظام او چوکاټ رامینځ ته شي.

مراسم فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسیدل.