د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند ښوراب ښونیز او روزنيز مرکز څخه ۱۲۰۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول
د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند ښوراب ښونیز او روزنيز مرکز څخه ۱۲۰۰ تنه ځوان منسوبین له درې مياشتني نظامي، مسلکي او عقيدوي زده کړو وروسته نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په یادو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت څخه تللي پلاوی د مولوي تاج محمد "رهبر" په مشرۍ سربيره د ۲۱۵ عزم قول اردو درستيزوال ملا نصيب اللّٰه "زبير"، د ښوراب ښوونيز او روزنيز مرکز قوماندان مولوي احسان اللّٰه "عبيده"، علماء کرامو، قومي مشرانو او ګڼ شمېر مسؤلینو ګډون کړی وو.
د ښوراب ښوونيز او روزنيز مرکز قوماندان مولوي احسان اللّٰه "عبيده" د خپلو خبرو پرمهال وویل: چې د خپلو مشرانو اطاعت وکړئ او خپلو مسؤليتونو ته متوجه شئ، د شهیدانو ویني هیرې نه کړئ او د هېوادوالو سره نیک چلند وکړئ همداراز يې له تازه فارغ شوو منسوبينو وغوښتل چې د ترلاسه کړو زده کړو څخه په عملي ډګر کې ښه او پوره ګټه واخلي.
د يادونې وړ ده چې تردې وړاندې هم د ښوراب ښونیز او روزنيز مرکز څخه اووه دورې منسوبين له نظامي، مسلکي او عقيدوي زده کړو وروسته فارغ او د اسلام، هېواد او ولس ته د خدمت په موخه وړاندې شوي دي.