د تعلیمات او پرسونل معينيت معين د ٢۱۷ عمري قول اردو او د پوځي ښونيز مرکز څخه لیدنه وکړه
د ملي دفاع وزارت د تعلیمات او پرسونل معينيت معین حافظ عبدالمجید چې د ښوونې او روزنې رئیس شیخ داد محمد "محمدي" او د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ قوماندان مولوي نصیب الله "مدني" یې ملتیا کوله شمال ختيځ زون ته د خپل سفر په ترڅ کې د ٢۱۷ عمري قول اردو له درستيزوال قاري محمد شفيق "وثيق" او د پوځي ښونيز مرکز له مسوولينو او مجاهدينو سره وکتل.
یاد پلاوي د ٢۱۷ عمري قول اردو پوځي ښوونیز مرکز څخه د ليدنې پر مهال د معسکر منسوبینو ته وينا کې د اطاعت،اخلاص او په اسلامي نظام کې د اطاعت اغيز په هکله خبرې وکړې او زياته يي کړه: دا د اطاعت اغيز وو چې الله تعالی موږ او تاسو په خپله حقه مبارزه کې بريالي او د اسلامي نظام څخه برخمن کړو، اوس پکار ده چې د اسلامي نظام د استحکام او ثبات لپاره د اسلامي امارت رهبري او د مشرتابه پوره اطاعت وکړو؛ همداراز منسوبینو ته یې د عقیدوي او مسلکي زده کړو د ارزښت په تړاو هم هر اړخیزې سپارښتنې وکړې.