منيره يوسفزاده د افغانستان ملي دفاع وزارت مرستياله وټاکل شوه

s.mohmand
دوشنبه ۱۳۹۸/۲/۳۰ - ۱۳:۱۷
منيره يوسفزاده د افغانستان ملي دفاع وزارت مرستياله وټاکل شوه

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د غونډو په تالار کې د تعليماتو او پرسونل په برخه کې د ملي دفاع وزارت نوې ګمارل شوې مرستياله منيره يوسفزاده پرسونل ته وروپېژندل شوه.

په دغه ترتيب شوې غونډه کې د افغانستان ملي دفاع وزارت سرپرست ښاغلي اسدالله خالد وويل، چې د دې وزارت په کچه زيات شمېر ښځې په اداراتو، د اردو او ځانګړو ځواکونو په ليکو دندې اجرا کوي خو دا لومړی ځل دی، چې يوه ښځه د رهبرۍ په کچه بست کې ګمارل کيږي.

د ملي دفاع وزير اسدالله خالد زياته کړه، چې د تعليماتو او پرسونل په برخه کې د منيره يوسفزاده ګمارل ډېر مثبت اړخونه لري، اغلې د وطن څخه د دفاع په خاطر د خپل شهيد شوي ورور درد ليدلی، د يوې دردمنې خور په توګه به وکولای شي، چې د ټولو شهيدو شويو سرتېرو له کورنيو سره د هغوی ستونزو ته رسيده ګي او په هواري کې ونډه واخلي.

سرپرست وزير اسدالله خالد منيره يوسفزاده ته سپارښتنه وکړه، چې دا به د ځواکونو په ليکو کې د هر سرتيري، د هر يتيم، د هرې کونډې او هر معلول او په جګړه کې د ځپل شوې کورنۍ ستونزو ته جدي او په زړورتيا ځان رسوي.

اسدالله خالد زياته کړه (( زه د منيره يوسفزاده په وړتيا باور لرم او په دې باوري يم، چې دا به د افغان امنيتي ځواکونو په ليکو کې د هر سرباز دردمنه خور، د هر يتيم مهربانه مور اوسي او د هغوی ټولې ستونزې به په خپل، خپل وخت راټولې او په حل کې يې جدي اقدام وکړي)).

وزير اسدالله خالد په خپلو خبرو کې په ټينګار سره وويل، چې د ملي اردو په ليکو کې ټول افغانان دي، هېڅوک داسې نه ده، چې پښتون، هزاره، ازبک... وي؛ بلکې ټول د افغانستان د ساتونکو په توګه خپله دنده اجرا کوي او د دې جغرافيې د امنيت او ثبات لپاره کار يې لومړيتوب دی.

په دغه جوړه شوې غونډه کې منيره يوسفزاده له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي دفاع وزارت له محترم وزير اسدالله خالد او د دغه وزارت له رهبري هئیت څخه مننه وکړه، چې په دغه بست کې يې پرې د مقررېدو باور کړی دی.

منيره يوسفزاده په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې د شهداوو معلولينو کورنيو ته رسيده ګي يې لومړيتوب دی او په خبره يې په داسې طرحو به کار کوي، چې د جګړو په ليکو کې به د مجروحيت او معلوليت کچه راکموي.

اغلې يوسفزاده په ټينګار وويل: ( موږ به د اردو په ليکو کې د شهيدو او معلول شويو سرتيرو له کورنيو سره له نږدې کار وکړو او هغوی ته به د وړو کارونو د جوړېدو په برخه کې پوره ونډه واخلو او د يو مسوليت له مخې به د هغوی کورنۍ وپالو)

د ملي دفاع وزارت د تعليماتو او پرسونل مرستيالې منيره يوسفزاده ټولنيزې ميډيا کې د خلکو له بېلابېلو نظرونو څخه هم مننه وکړه، چې دې ته د لا زيات کار انرژي ورکوي او زياته يې کړه، چې جنسيت د چا د کار مانع نه شي ګرځېدلی ملي وجايب په ښځو او نرو ټولو پورې تړلي دي، دې وويل : ( دا زموږ ملي وجيبه ده، چې د دې هيواد څخه دفاع او په ډېر جرائت ورته کار وکړو، ملي وجيبه کې جنسيت نه دی مهم د هر افغان لپاره لازمه ده، چې خپله ملي وجيبه وپالي او موږ به په زړورتيا سره خپلو کارونو ته دوام ورکړو).

يوسفزاده ژمنه وکړه، چې د سرتېرو د کورنيو په حق کې د شويو فسادونو پوښتنه به کوي او د پېښېدونکو فسادونو او ناغېړيو مخه به نيسي.

د مرستيال وزيرې يوسفزاده په خبره د فساد په وړاندې مبارزه کې به مخکښه وي او د دې مسوليت ترڅنګ به د زده کړو او تعليماتو په برخه کې د ځانګړو پاليسو له مخې اقدامات وکړي.

د افغانستان د ملي ځواکونو په تاريخ کې دا لومړی ځل دی، چې د رهبرۍ په کچه يوه ښځينه ګمارل کيږي او د نظامي ځواکونو د تعليماتو او زده کړو د ودې مسوليت په غاړه اخلي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته