د هوايي ځواک عمومي قوماندانۍ انجينري ټيم له لوري دوه باله هلیکوپتر طیارې ترمیم شوې
د ملي دفاع وزارت اړوند هوايي ځواک عمومي قوماندانۍ، د تخنیکي او مسلکي انجینرانو پرمټ په تېرو څو میاشتو کې یو بال امریکايي بلک هاک او يو بال Mi17 روسي هلیکوپتر طیارې ترمیم او په بریالیتوب سره یې پرواز تر سره کړ.
د یادونې وړه ده چې تر دې وړاندې هم په لسګونه هغه چورلکې او بېلابیل ډول الوتکې چې د تيرې ادارې په وخت کې تخریب شوې وې، بیاځلې ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې دي.