په ۲۰۵ البدر قول کې۳۳ عرادې بېلابېل ډول پوځي وسایط ترمیم شول
د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند د څلورمې پلې رواحه لواء اړوند د پنځم تامیناتي کنډک په ورکشاپ کې د ترمیم ټولۍ د انجینرانو له لوري ۳۳ عرادې بیلابېل ډول پوځي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.
په ترمیم شویو پوځي وسایطو کې ۲۴ عرادې هاموي ټانګونه، ۲ عرادې هاموي امبولانسونه، ۳ عرادې کرینګ موتر او ۴ عرادې رنجر موټران شامل دي.