د هوایي ځواک او هوایي مدافعې پوهنتون څخه لس تنه مجاهد پیلوټان فارغ شول
د ملي دفاع وزارت اړوند د هوایي ځواک او هوایي مدافعې پوهنتون څخه لس تنه مجاهد پیلوټان له مسلکي، نظري او عملي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
يادو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي بازمحمد"حمیدي"، د ستر درستیز درستیزوال مولوي شبير احمد "عثماني" د حج او اوقافو وزارت مرستیال مولوي عزیزالرحمن"منصور"، د ملي دفاع وزارت ګڼ شمېر رئيسانو، قوماندانانو او ګڼ شمېر مسؤولینو او منسوبینو ګډون درلود.
مولوي عزیزالرحمن"منصور" په خپلو خبرو کې فارغانو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل: د دې نظام دفاع او ساتنه پر موږ باندې فرض ده، کوشش وکړئ خپل مسؤلیت ته مسؤلیت ووایئ؛ تاسو ته د ملت سترګي دي او همداراز زیاته يې کړه چې تقوا په ځان کې راولئ لکه څنګه چې الله تعالی په خپل نصرت او د مجاهدينو په تقوا او برکت سره دا فتحه راکړه، همداسې به الله تعالی نوره کاميابي هم را په نصیب کړي.
مراسم یادو مجاهدو پیلوټانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.