د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ ایزو ګډو زده کړوقوماندانۍ څخه ۴۵۷ تنه منسوبین فارغ شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمه‌ ییزو قول اردوګانو (۴۵۷) تنه منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د پیاده، توپچي، زرهدار او دافع هوا کوروسونو له څلور میاشتنیو مسلکي زده کړو څخه نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي باز محمد "حمیدي"، د ښوونې، روزنې او دوکتورینو ریاست رئیس شیخ داد محمد "محمدي"،د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله "مدني" او ګڼ شمېر مسؤلینو او منسوبینو ګډون درلود.

مولوي باز محمد "حمیدي" فارغانو ته د وینا پر مهال وویل: "له حسد او تعصب څخه ځان وساتئ، تقوا غوره کړئ او د کلک عزم، قوي ایمان او عقیدې پر مټ د هیواد له سرحدونو څخه دفاع وکړئ."

ورته مهال د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله "مدني" د ملي دفاع وزارت مسؤلینو ته ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه: "په دې قوماندانۍ کې د مجربو او مسلکي استادانو له لوري روزل شوي توپچي ځواکونه د ستراتیژیکو پلانونو جوړولو او دقیقو بریدونو د ترسره کولو وړتیا لري چې د دښمن په ځپلو او  سرحدونو په ساتنه کې به اغېزمن ثابت شي."

د مراسمو په پای کې فارغانو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې د هیواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه به په میړانه ساتنه کوي؛ مراسم فارغانو ته د مسؤلینو له لوري د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.