د عبدالله بن مسعود رض د جګړه‌ ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له مسلکي زده کړو څخه ۸۹ تنه  منسؤبین فارغ شول

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو قطعاتو او قول اردوګانو څخه ۸۹ تنه منسؤبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه‌ ایز ملاتړ او جګړه‌ایزو تأمیناتو ښوونځی د مخابرې، لوړ رتبه انجینرۍ افسرانو او سټلایټ کورسونو له درې میاشتنیو زده کړو څخه نن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دغو مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله "مدني"، مسؤلینو او ګڼ شمېر منسؤبینو ګډون کړی وو؛ مولوي نصیب الله "مدني" یادو فارغانو ته د وینا پر مهال وویل:« د مشرانو له اوامرو اطاعت وکړئ، په خپلو مسلکي برخو کې لا زیاته وړتیا او مهارت ترلاسه کړئ، په خپلو قطعاتو او جزوتامونو کې نور مجاهدین د مسلکي زده کړو ترلاسه کولو ته وهڅوئ.»

ورته مهال نویو فارغانو د هیواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو په موخه چمتووالی وښود او مراسم فارغانو ته د مسؤلینو له لورې د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.