دحضرت اسامه بن زید د ځوانو افسرانو اکاډمۍ څخه ۹۹ تنه ځوان منسوبین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو(٩٩) تنه ځوان منسوبين د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون اړوند، د حضرت اسامه بن زید د ځوانو افسرانو اکاډمي د دريمې دورې شپږ میاشتني مسلکي او نظامي کورس څخه د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.
په غونډه کې د ملي دفاع وزارت د ښوونې، روزنې او دکتورینو رئیس مولوي داد محمد محمدي، د ملي دفاع پوهنتون قوماندان مولوي محمد هاشم حذیفه او ګڼ شمېر مسوولینو ، مجاهدینو او منسوبینو ګډون کړی وو؛ غونډه د قرانکریم په مبارکو ایاتونو پیل شوه، ورپسې مسوولینو په خپل وار نويو فارغانو ته د امراوو اطاعت، تقوا، مسؤلیت پېژندنې او له غفلت ځان ساتلو په اړه هر اړخیزې ویناوې وکړې.
نویو فارغانو د خپلو امرینو د اطاعت، د خپل دروند مسؤلیت ادا کولو او د اسلام او وطن په لاره کې د ځان قربانولو ژمنتیا څرګنده کړه؛ غونډه فارغانو ته د بریلیکونو په ورکولو او دعایې سره پای ته ورسېده .