په کونړ او نورستان ولایتونو کې ګڼ شمیر وسلې او مهمات تر لاسه شول

s.mohmand

د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو رهبرۍ د هدايت او د کشف او استخباراتو په همکاری د کونړ او نورستان ولایتونو په بېلابېلو ساحو کې د کشفي راپورونو پر اساس د یو لړ چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې ۵۶ ميله درنې او سپکې وسلې او تجهيزات ترلاسه شول؛ چې پکې۴۹ ميله کلاشينکوفونه، ۴ راکټونه، ۴۳ د کلاشينکوف شاجورونه، ۶۶ نارنجک، ۲۹ د راکټ مرمۍ او په زیاته اندازه مهمات او نظامي تجهيزات شامل دي.

دغه راز ياد تجهیزات او مهمات د بيداره او زړورو دفاعي او کشفي ځواکونو له لوري د عملياتو په لړ کې ترلاسه شوي چې قانوني او اړوندو مرجع ته به وسپارل شي.