د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د تعلیمي مرکز څخه ۷۰۰ تنه ځوان منسؤبین فارغ شول
د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د تعلیمي مرکز څخه ٧٠٠ تنه ځوان منسؤبين د درې میاشتني مسلکي، نظامي او عقیدتي زده کړو وروسته د يو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
یاد مراسم د ۲۰۷ الفاروق قول اردو قوماندان مولوي نصرالله"مطیع"، د قول اردو مرستیال ملا عبدالرزاق"حاجي حامد"، د ملي دفاع وزارت د هیئت مشر عبدالباري"حنفي" او د هرات ولایت د نظامي او ملکي ادارو مسؤلینو په ګډون ترسره شول.
مسؤلینو د مسلکي، نظامي او عقیدتي زده کړو پر اهمیت او د اسلامي نظام د پاېښت او بقا لپاره هر اړخيزي خبرې وکړې ؛ په پای کې د منسؤبینو له لوري د نمایشاتو په وړاندې کولو او فارغانو ته د تصدیق پاڼو په ورکولو سره مراسم پای ته ورسېدل.