د حضرت ابودجانه بن خرشه(رض)د قوماندانيت او قرارګاه اکاډمۍ څخه ٧٨ تنه ځوان منسؤبین فارغ شول

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو ٧٨ تنه ځوان منسؤبین د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون اړوند د حضرت ابودجانه بن خرشه " رض" د قوماندانيت او قرارګاه اکاډمۍ د تکتیکي څلور میاشتني کورس څخه ٥٦ تنه او ٢٢ تنه نور د قوماندانانو د کنډک له درې اونیز مسلکي او نظامي کورس څخه نن د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.

په یاده غونډه کې د ملي دفاع پوهنتون مرستیال مولوي نور محمد "خجندي"، د يادې اکاډمۍ قوماندان الحاج عبدالناصر "بې سرحده پتنګ"، منسؤبینو او د نوموړې اکاډمۍ استادانو ګډون کړی وو. 

مسئولینو نویو فارغانو ته هر اړخیزه علمي او  اصلاحي ویناوې وکړې؛ ورته مهال نویو فارغانو د مسؤلینو لارښوونو ته لبیک ووایه او له خپل اسلامي نظام څخه دفاع او قربانۍ ته چمتووالی څرګند کړ او غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.