د ۱۴۰۴ ه.ل کال لپاره د امنیتي پلان جوړونې کلنۍ ګډه غونډه د ملي دفاع وزارت په مقر کې ترسره شوه
نن ورځ، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډ پلان جوړونې غونډه د ملي دفاع وزارت په مقر کې د هېواد د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین "فطرت"، د کورنیو چارو وزارت درستيزوال مولوي عبدالرحیم "احمد"، د استخباراتو لوی رياست استازي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو یو شمېر مسؤلینو او منسوبینو په حضور کې تر سره شوه.
غونډه د قرآن عظیم الشان په تلاوت سره پیل او د اجنډا مطابق هر اړخيز بحث ترسره شو؛ د دې ناستې موخه د هېوادوالو لپاره د ډاډمن امنيت تأمین، د ۱۴۰۴ه.ل کال لپاره د امنيتي پلان برابرول او په هېواد کې د لويو پروژو، ټاپي، کاسا ۱۰۰۰ او نورو د امنیت په اړه خبرې وې، چې د درې واړو امنيتي ارګانونو ترمنځ د ګډو پلانونو او بشپړې همغږۍ له لارې امنیت تأمین کړي.
د غونډې په دوام د هېواد د وسله وال پوځ لوی درستیز امنیتي او دفاعي ځواکونو مسؤلینو او منسؤبینو ته وویل: «د هېواد د امنیت او آرامتيا لپاره هدف، پلان جوړونې، او د راتلونکي لپاره يې تجزیې او تحلیل ته اړتیا لرو؛ امنیتي او دفاعي ارګانونه باید پر مؤثرو پلانونو کار وکړي ترڅو د امنیتي پیښو مخه ونیول شي».
همداراز ښاغلي لوی درستيز زیاته کړه: «د افغانستان اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې په ټولو برخو کې بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي، په ځانګړې توګه په امنیتي برخه کې، چې دا ټولې پایلې د الله تعالی په ځانګړي نصرت او د هېواد امنیتي او دفاعي مجاهدینو د هڅو او مؤثره پلانونو نتیجه ده».