د هوایي ځواک له لوري دوه چورلکې یوه ( UH_60 بلک هاک امریکایي او بله MD530) چورلکې ترمیم شوې
د ملي دفاع وزارت اړوند هوایي ځواک له لوري د تخنیکي او مسلکي انجینرانو پرمټ په تېرو څو میاشتو کې دوه چورلکې چې یوه بلک هاک(UH_60) امریکایي چورلکه او بله MD_530 امریکايي چورلکه ترمیم او په بریالیتوب سره یې پرواز تر سره کړ.
د یادونې وړ ده چې له فتحې وروسته په لسګونه طیارې او چورلکې چې د تېرې ادارې له لوري تخریب شوې وې دوباره ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې.