د ٢٠٥ البدر قول اردو له لوري لسګونه نظامي وسایط ترميم شول
د ۲۰۵ البدر قول اردو د دوهمې پلې خیبر لواء د تخنیک آمريت د مسلکي ټیم په زیار او کوشش د خپل شته امکاناتو په مرسته لسګونه نظامي ټانګونه ترميم او ګټې اخيستنې ته ورسپارل شول.
په دغه ترمیم شوو نظامي وسایطو کې ۱۰ عرادې ټانګونه ،۱۰ عرادې امبولانسونه، ۴عرادې انټرنېشنل او یو عراده ضربتي ټانګ شامل وو.