د ۲۱۵ عزم قول اردو کې ۷۳ عرادې بېلابېل وسايط ترميم او ګټې اخيستنې ته چمتو شول
د ۲۱۵ عزم قول اردو د تخنیک او اسلحې مديريت اړوند د حمايه کنډک د مسلکي پرسونل له لوري د دو مياشتو په جريان کې۷۳ عرادې بیلابیل ډول پوځي وسايط ترميم او ګټې اخيستنې ته چمتو شول.
په ترميم شویو وسايطو کې ۵۱ عرادې هاموې ټانګونه، ۲۰ عرادې انټرنېشنل موټر او ۲ عرادې انټرنېشنل کرېنګ موټرونه شامل دي چې د هیواد د دفاع لپاره به ترې ګټه واخیستل شي.