د ځانګړو ځواکونو فرقې قوماندانۍ له شرعي دورې څخه ۹۴۷ تنه ځوان منسوبین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت اړوند د ځانګړو ځواکونو فرقې قوماندانۍ د څلور میاشتني شرعي دورې د عالي زده کړو د ښوونځي څخه ۹۴۷ تنه ځوان منسوبین د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دغو مراسموکې د ځانګړو ځواکونو فرقې مرستیال الحاج مولوي ممتاز احمد "عمري"، د فرقې درستیزوال الحاج مولوي محمد اسماعيل "مصطفی" یو شمیر علمای کرامو، استادانو، د ځانګړو ځواکونو فرقې د قرارګاه اړوند جزوتامونو ګڼ شمیر مسؤلینو او مجاهدینو ګډون کړی وه.
يادو مراسموکې علمای کرامو او د شرعي دورې استادانو ځوان منسوبینو ته د شرعي دورې او د هغې د اهمیت په اړه د معلوماتو ترڅنګ د اطاعت او اعداد په اړه بیانونه او لارښونې وکړې.
ورته مهال نویو فارغانو له اسلامي نظام څخه د دفاع او ساتنې په پار بشپړ چمتووالی وښود.