مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۸ لمریز کال وري د میاشتې ۲ یمه نیټه

zia_omid

د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ۲۹ ترهګرو  وژل کیدل

کابل-افغانستان: د ملي اردو ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۶ ګډ پلان شوي تعرضي او چاڼیز عملیات،۸۳ ځانګړي کوماندویي دندې او ۷ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو پر ځالو او د دوی د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړي، د افغانستان هوایي ځواکونو ۱۱۱ الوتنې د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۲۹ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ۱۱ تنه ترهګر ټپیان  او ۳  تنه شکمن کسان نیول شوي دي.

دا عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د لغمان، پکتیا، لوګر، بادغیس، بلخ، بغلان، بلخ، کندز او هلمند  په ولایتونو کې تر سره شوي چې په پایله کې د پکتیکا ولایت په نیکه ولسوالۍ کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي او ۳  تنه نور ژوندې نیول شوي دي، ۳ میله کلاشینکوفونه له منځه وړل شوي،  د سمنګانو ولایت په دره صوف پائین ولسوالۍ کې ۵تنه ترهګر وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د هوایې برید په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي ، د پکتیکا ولایت د وازه خواه ولسوالۍ د شاه مردان او خان کلیو په شاه او خوا سیمو کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي، د دښمن ۵ عرادې موټرسایکلونه له منځه وړل شوي او د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی او یو تن ټپي شوی دی.

د یاونې وړ ده چې په دغو نښتو کې ۵ تنه د ملي اردو زړور سرتیري وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان شوي . د ملي دفاع وزارت مشرتابه د پاک الله له درباره څخه شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د ژر تر ژر روغتیا او پاتې کورنیو ته یې د زړه صبر غوښتنه کوي.

دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.