د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير د کونړ ولايت د دانګام ولسوالۍ اړوند فرضي کرښې کې له ميشت ټولي او نوي جوړيدونکي پل څخه ليدنه وکړه

s.mohmand
جمعه ۱۴۰۳/۵/۲۶ - ۲۰:۴۵
د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير د کونړ ولايت د دانګام ولسوالۍ اړوند فرضي کرښې کې له ميشت ټولي او نوي جوړيدونکي پل څخه ليدنه وکړه

د ملي دفاع وﺯارت سرپرست وزير مولوي محمد يعقوب “مجاهد”، د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو قوماندان مولوي عبدالصبور ابودجانه او د ګڼ شمېر مسؤلينو په ملتیا نن ماسپښين د کونړ ولايت دانګام ولسوالۍ اړوند فرضي کرښې بينشاهي کنډو کې ميشت ټولي او هلته له نوي جوړیدونکي پوستو او پل څخه ليدنه وکړه.

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد مجاهدينو ته د هيواد له پولو او ځمکنۍ بشپړتيا څخه د دفاع په برخه کې لازمې توصيې وکړې او د نورو پوستو جوړولو سربيره يې د هر اړخيزه امکاناتو او اکمالاتو ترسره کولو ژمنې هم وکړې.

ورته مهال قومي مشرانو هم له قدرمن وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد او نورو مسؤلینو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې په هر ډول حالاتو کې زمونږ غوښتنو ته رسيدګي کړيده.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته