د عقیدتي فرهنګي چارو او امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست نوی رئیس معرفي شو

s.mohmand

د ا.ا.ا رهبري د لزوم دید له مخې مولوي سیداغا "ابومقبل" د ستردرستیز د عقیدتي، فرهنګي چارو او امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست لپاره ټاکل شوی وو نن، د وسلوال پوځ لومړي مرستیال حاجي مالي خان "صدیق" له لوري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خپلو کارمندانو ته ور وپیژندل شو او رسما یې خپل کار پیل کړ.

د وسلوال پوځ لوی درستیز مرستیال د خبرو په ترڅ کې د مبارکۍ ترڅنګ د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو په تطبیق او د مشرانو په اطاعت خبرې وکړې.

ورته مهال نوي رئیس وویل: د ملي دفاع وزارت مجاهدین په عقیدتي چارو کې او همدا راز د ا.ا.ا رهبري د هر ډول اوامرو په اطاعت کې د هر ډول کوشش دریغ ونکړو.