په کندهار ولایت کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) په شتون کې د ملي اسلامي اردو څه باندې ۶۰۰ تنو مسؤلینو لپاره اصلاحي غونډه جوړه شوه
د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله آخندزاده حفظه الله تعالی په حضور او د ریاست الوزراء اقتصادي او اداري مرستیالانو سربېره د کورنیو چارو، بهرنیو چارو، امربالمعروف، حج او اوقافو محترمو وزیرصاحبانو او د استخبارتو لوی ریاست عمومي رئیس په شتون کې د نفس اصلاح، مسؤلیت پیژندنې، د قدرت په وخت کې ښه بندګي کول، لا زیاتې همغږۍ او ښې حکومتولۍ په موخه د ( دفاع وزارت مسؤلینو لپاره اصلاحي غونډه) تر عنوان لاندې په کندهار ولایت کې د ۲۰۵ البدر قول اردو قوماندانۍ انګړ کې درې ورځنۍ سیمینار ترسره شو.
دا سیمینار د ملي دفاع وزارت د لوړ رتبه او عالي رتبه مسؤلینو(د وزارت مرستیالانو، د نهه ګونو قول اردوګانو د قوماندانانو، مرستیالانو او درستیزوالانو، د لواء ګانو قوماندانانو، مرستیالانو او درستیزوالانو، د کنډکونو قوماندانانو، د مرکزي قطعاتو مرستیالانو او درستیزوالانو، د وزارت رئیسانو او د مرکزي او ساحوي قطعاتو ځینو برخو مدیرانو) لپاره ترسره شو.
د دغې سیمینار لومړۍ ورځ د الله تعالی کلام په څو مبارکو آیتونو او د امیرالمؤمنین "حفظه الله تعالی" په پاکو او زړه پورې وینا سره پیل او د قول اردوګانو د قوماندانانو او د وزارت مرستیالانو له خوا د بېلابېلو برخو د راپورونو په وړاندې کولو سره دوام وکړ.
امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په ټول هیواد کې د امنیت په تامین کې د هیواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو سرښندنې وستایلې او د اسلامي امارت د وروستیو لاسته راوړنو څخه یې یادونه وکړه او وي ویل: «تاسو نن ستر مسئولیت لری او هغه د اسلامي نظام ساتنه او استحکام دی، ګورئ چي په قدرت مغروره نشئ او د اطاعت په وړاندې هم د بې روحه جسد په څیر و اوسئ او د مشرانو د فرمانونو او امرونو تاویل مکوئ او استقامت وکړئ چي دا ستاسو لپاره جهاد دی» .
د دغې غونډې دوهمه ورځ هم د الهي کلام د مبارکو آیتونو د تلاوت وروسته د علماء کرامو په ویناوو، د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال، د وسله وال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب “مجاهد”په وینا سره غونډه پیل شوه.
همداراز په دغه سیمینار کې حاضر د کابینې محترمو غړو هر یو په وار سره په بېلابېلو موضوعاتو (جهادي یادونو، ښې حکومتولۍ، د امنیتي ادارو ترمنځ همغږي، د مشرانو اطاعت، د نیت اصلاح، د بیت المال ساتنه، اسلامي ورورولۍ او د اسلامي امارت په لاسته راوړنو) په اړه ویناوې وکړې.
دغه راز د غونډې دریمه ورځ هم د علماوو او شیوخو کرامو په ویناوو شروه شوه؛ وروسته عالیقدر امیر المومنین حفظه الله تعالی د ښې حکومتولۍ، د امراوو څخه اطاعت او د علماء د احترام په اړه ویناو وکړه.
عالیقدر امیرالمؤمنین "حفظه الله تعالی" د اسلامي امارت مسؤلینو او مجاهدینو ته د مسؤلیت پیژندنې په اړه سپارښتنه وکره او وي ویل:« د هر مسؤلیت علم پر هغه مسؤل باندي فرض دی او په هر هغه شي چي تاسو ته یې مسؤلیت درکړل شي علم یې باید زده کړئ، سیمه يیز تبعیض پریږدئ ځکه چي اختلاف او بي اعتمادي ستاسو د ماتې سبب ګرځي».
په پای کې غونډه مجاهدینو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په لازمو سپارښتنو او نصیحتونه باندې او شهیدانو ته د دعاء په کولو سره پای ته ورسيده.