د هوایې ځواک او هوایي مدافعې لویې قوماندانۍ نوی درستیزوال معرفي شو

web_admin

د ملي دفاع وزارت رهبري د لزوم دید له مخي مولوي نقیب الله "مقیم" د هوایي ځواک او هوایې مدافعې لویې  قوماندانۍ د نوي درستیز وال په توګه ټاکل شوی وو، نن د وسلوال پوځ لوی درستیز د مرستیال حاجي مالي خان "صدیق" له لوري اړوند مسؤلینو ته رسما معرفي او پخپل کار پیل وکړ.

د وسلوال پوځ لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان "صدیق" نوي درستیزوال ته د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه او زیاته یې کړه: يووالي او صداقت د افغانستان د ملي اسلامي اردو د اغېزناکو فعاليتونو او لاسته راوړنو اصلي عامل دى.