د هلمند په لشکرګاه کې ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلي او نظامي تجهيزات ونيول شول

web_admin

د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند د لمړي پلې بدري لواء د کشفي او استخباراتي منسوبینو له لوري د کشفي راپورونو پر بنسټ د هلمند ولایت مرکز لشکرګاه ښار اړوند بولان په سيمه کې د تصفيوي عملياتو پرمهال ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې او نظامي تجهيزات ونیول شول.

په دغو عملیاتو کې ۳ ميله کلاشينکوف، ۱ قبضه راکټ، ۱ ميل پيکا، ۲ ميله M16، يو چيرکي هاوان، ۱۶ لاسي بمونه، ۳ پايې مخابرې ، يو قاب د شپې دوربین او ګڼ شمېر بیلابیل ډول نظامي تجهيزات شامل وو، لاس ته راغلي دي.