د هوايی ځواکونو له لوري په بغلان ولایت کې سیلاب ځپلو ټپیانو ته خوراکي توکي ولیږدول
په بغلان کې د سېلاب ځپلو د عاجلې ژغورنې عملیاتو په دوام کې نن د هېواد د هوايي ځواکونو چورلکو ساحوي روغتون ته د سېلاب ځپلو ټپیانو د انتقال ترڅنګ متضررو هیوادوالو ته ګڼ شمېر خوراکي توکي د مزار شریف هوایي ډګر ته ولېږدول.
ټاکل شوې ده چې دغه مرستې به د بغلان ولایت د سېلاب ځپلو پر مستحقو او متضررو هیوادوالو ووېشل شي.