د پاکستان د پوځ د ادعاوو په اړه د افغانستان د ملي دفاع وزارت د ویاند څرګندونې

web_admin

- د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ ادعاوې بې مسؤلیته او له حقیقت څخه لری دي. 
- د خیبر پښتونخوا په یوه داسې سیمه کې چې د پاکستان پوځ تر کلک امنیتي پوښښ لاندې ده د چیني اتباعو وژل کیدل د پاکستاني امنیتي ارګانونو کمزوري او یا هم له حمله کونکو سره همکاري په ډاګه کوي چې په دواړو صورتونو کي یې مسئولیت د پاکستان حکومت ته متوجه دی.
- د دا ډول پېښو د پړې ګوته افغانستان ته نیول د موضوع له حقیقت څخه د توجه اړولو ناکامه هڅه بولو او په کلکه یې ردوو.
- اسلامي امارت له خپلې خوا د چین هیواد ته په دې مورد ډاډ ورکړی او هغوی هم په حقیقت پوه شوي دي چې افغانان په داسې موضوعاتو کې ښکیل نه دي.
- موږ د داعش خوارجو ګڼ موارد لرو چي د پاکستان خاورې څخه افغانستان ته را اوښتي، د هغوی خاوره زموږ په ضد کارول شوې او پیښي له هغه هیواد څخه تنظیم کیږي چې پاکستان یې باید په اړه ځواب ووايي.
- موږ د پاکستان ثبات او امنیت د افغانستان او سیمي په ګټه بولو او د افغانستان او پاکستان د ولسونو په ورورۍ او ښو اړیکو باور لرو.