د ٢٠٩ الفتح قول اردو له لوري د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ د نوي رغیدلي سړک پرانسته وشوه

web_admin

د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ د ولسونو په غوښتنه نوی سرک چې د یوې میاشتې په موده کې یې چارې پیل شوې وې، تېره ورځ د ٢٠٩ الفتح قول د انجنیرۍ ټیم د مسؤلینو له لوري رسماً پرانستل شو. 

دغه سړک ٣٢ کیلو متره اوږدوالی او ١٠ لس متره پلنوالی لري، چې د چمتال ولسوالۍ له مرکز څخه تر بارګا سیمې پورې رسیدلی دی.

یاد سرک چې د ملي اسلامي اردو له لوري جوړ شو نه یوازې دا چې د ولسونو د خوشحالۍ سبب شو، بلکې د زیاتو هیوادوالو مشکلات یې هم رفع کړل.