د ٢١٥ عزم قول اردو له لوري په نيمروز ولایت کې د یو شمیر توکو د قاچاق مخه ونیول شوه
د ۲۱۵ عزم قول اردو د سرحدي لوا د کشف او استخباراتو آمريت د راپور پر اساس د نيمروز ولایت په چهار برجک ولسوالۍ په رباط سیمه کې ۴۶ عرادې سېپا موټرونه چې غوښتل يې ټوکران، برقي وسايل او اوسپنې په غير قانوني ډول پرته له محصوله ګاونډي هېواد ته انتقال کړي، ونيول شول.
په دې تړاو د دفاعي ځواکونو له لوري ۷۵ تنه شکمن کسان نيول شوي دي، چې تر څېړنو وروسته به عدلي ارګانونو ته ور وپيژندل شي.