د حضرت ابو دجانه بن خرشه رض د حرب اکاډمۍ څخه ٧٣ تنه ځوان منسوبين فارغ شول

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت دبيلابيلو قطعاتو او جزوتامونو ٧٣ تنه ځوان منسوبين د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون اړوند د حضرت ابودجانه بن خرشه رض د حرب اکاډمۍ د دريمې دورې کورس څخه نن د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.

مسئولینو فارغ شويو منسوبينو ته د فراغت د مبارکۍ تر څنګ هغوی خپلو مسئوليتونو ته متوجه کړل او زیاته یې کړه چې د مشرانو او له اوامرو څخه اطاعت یو واجبي امر دی په بشپړه توګه اطاعت وکړئ.

ورته مهال نویو فارغانو له اسلامي نظام څخه د ساتنې او دفاع په پار د هېواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتووالی وښود.

  غونډه فارغانو ته د بری ليکونو په ورکولو او سره پای ته ورسېده.