د ملي دفاع سرپرست وزیر تېره شپه په کابل کې د یو شمېر هېوادونو د استازو او سفیرانو کوربه وو

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۰ - ۱۵:۲۴
د ملي دفاع سرپرست وزیر تېره شپه په کابل کې د یو شمېر هېوادونو د استازو او سفیرانو کوربه وو

په کابل کې د افغانستان د سیمه ایز نوښت د لومړۍ غونډې له بریالیتوب وروسته؛ تېره شپه د افغانستان لپاره د هند، چین، ایران، پاکستان، ترکیې، قزاقستان، ازبکستان، اندونیزیا، قرغیزستان او ترکمنستان هېوادونو ځانګړو استازو او سفیرانو د ملي دفاع وزارت د سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" له لوري په جوړې شوې مېلمستیا کې ګډون وکړ.

چي وروسته د ملي دفاع وزارت سرپرست د چین، ایران او پاکستان له استازو سره جلا غونډه هم وکړه، د هېواد د ثبات او د پولو د امنیت د تامین، له هېوادونو سره د متقابل احترام او اقتصادي همکاریو پر بنسټ د دوستانه اړیکو د ټینګښت په برخه کې د اسلامي امارت له لوري ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه: «اسلامي امارت چمتو دی، چې د پروژو د پیل او بشپړولو لپاره د امنیت او نورو هر ډول همکارۍ تضمین وکړي.»

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته