د ۲۰۵ البدر قول اردو د ځانګړي ځواک څخه  ۱۰۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول 

web_admin

د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۵ البدر قول اردو د ځانګړي ( البدر ځواک) څخه ۱۰۰ تنه ځوان منسوبین له دوه میاشتني بیلابیلو مسلکي  زده کړو ترسره کولو وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په غونډه کې مسؤلینو یادو فارغانو ته هر اړخیزې ویناوې وکړې او زیاته یې کړه: چې تاسو په خپل شوق سره د اسلامي نظام لپاره خدمت وکړئ او په میړانه ترې دفاع وکړئ، پخپلو مسؤلیتونو کې غفلت ونکړئ او درسپارل شوی مسؤلیت په ښه شکل ادا کړئ.

همدا راز یادو فارغانو هم ژمنه وکړه چې له اسلامي نظام او هیواد څخه به د سر په بیه دفاع کوي؛ په پای کې یادو فارغانو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.